د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د کندوز ته تللی او هلته یې د یو شمیر ادارو له لوړ پوړو مسولینو سره د مخابراتي خدمتونو د ارزونې او د ستونزو د حل په موخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، د کندوز والي ملا محمد خان دعوت، امنیه قوماندان، د علماو شورا او ګڼو نورو مسولینو ګډون درلود.
ملا محمد خان دعوت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر مننه کړې او ویلي یې دي، چې اوس مهال تر ډېره بریده په یاد ولایت کې مخابراتي ستونزې حل او د وزارت له لوري په منظور شویو مخابراتي سایټونو کار روان دی.
دغهراز نوموړي له اړوندو مسولینو غوښتنه کړې، چې د کندوز ولایت هغو سیمو ته، چې لا هم د مخابراتي ستونزو له امله له خدمتونو بېبرخې دي، ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ولایتي مسولینوستونزې اورېدلي او د مخابراتي شرکتونو استازو ته یې سپارښتنه کړې، چې د درېیو میاشتو په موده کې، د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو هغه سیمې چې د اړوندو مسولینو لخوا اړینې ګڼل شوي، لږ تر لږه ۳۴ مخابراتي سایټونه نصب او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
دا هڅه د لرې پرتو سیمو د مخابراتي اړیکو د ټینګښت او خلکو ته د ژوند د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه یو ارزښتناک ګام دی، چې له امله به یې د کندوز ولایت ډېری مخابراتي ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت نورو ولسوالیو لرې پرتو سیمو لپاره، مخکې ۱۴ نور مخابراتي سایټونه د ټي ډي ایف بودیجې له لارې منظور شوي وو، چې اوس مهال د دغو مخابراتي انټنونو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.