د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د BRAC نړیوالې موسسې د پروګرامونو له عمومي مشر مدحوان اتي او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د چاپېریال د خوندیتوب، د طبیعي سرچینو د مدیریت او د دوامدارو پراختیایي پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
مولوي مطیعالحق خالص د BRAC موسسې د ټولنیزو، اقتصادي او تعلیمي خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، دوی له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مهم او اغیزناک پروګرامونه پلي کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، اوس د اړتیا له مخې باید دا موسسه د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم خپلې هڅې پراخې کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس څرګنده کړې، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له جدي خطر سره مخ او زیانمن شوی هېواد دی.
ښاغلي خالص یادونه کړې، چې موږ له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره کار کوو، څو د افغانستان زیانمنتیا نړیوالو ته ورسول شي او د مالي مرستو د جذب زمینه برابره کړو.
مولوي مطیعالحق خالص د BRAC موسسې له مسولینو غوښتنه کړې، چې د چاپېریال خوندیتوب او اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په موخه د ځنګلونو بیا احیا، نیالګیو کېنولو، د بندونو او کانالونو جوړولو، زراعتي پراختیا او پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې بنسټیزې او اوږد مهاله پروژې طرحه او عملي کړي.
د BRAC موسسې د پروګرامونو مشر ډاډ ورکړی، دوی چمتو دي چې له چاپېریال ساتنې ادارې سره د همکارۍ نوی فصل پیل کړي.
مدحوان اتي وړاندیز کړی؛ چې د ګډو پروژو، د عامه پوهاوي کمپاینونو، د ونو کېنولو، د اوبو سرچینو د خوندیتوب او د ککړتیاوو د مدیریت په برخو کې نوښتیز پروګرامونه پلي کړي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې ژر تر ژره تخنیکي ټیمونه یو ګډ کاري پلان جوړ کړي، څو د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې اړوند پروژې د BRAC موسسې له لارې د ټولنې زیانمنو قشرونو ته ورسول شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د دوامدارې همکارۍ هیله ښودلې او ژمنه یې کړې، چې د BRAC موسسې فعالیتونو د بریالیتوب لپاره به ټول حقوقي او تخنیکي ملاتړ برابر کړي.