د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي د تاجیکستان هېواد د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره لیدنه وکړه.
دې لېدنه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ترڅنګ د برېښنا انرژۍ لېږد او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د تاجیکستان هېواد د انرژۍ وزیر د افغانستان اسلامي امارت استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، له افغانستان سره د یو مسلمان ګاونډي هېواد په توګه د انرژۍ لېږد، ثبات او امنیت برخه کې ګډ کار کوي.
ډاکټر عبدالباري عمر د تاجیکستان لوري له بلنې مننه وکړه او ویې ویل، افغانستان له تاجیکستان سره ګڼو برخو کې ګډ مشترکات لري.
نوموړي زیاته کړه؛ اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې له ټولو نړیوالو په تېره ګاونډیو اسلامي هېوادونو سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.
ناسته کې ښاغلي عمر، افغانستان کې د برېښنا برخه کې د سترو زمینو او رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل.
د ناستې پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو په توګه به د برېښنا انرژۍ هر اړخیز ثبات برخه کې په ګډه کار کوي.