ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: افغانستان ته د راتلونکو سېلانیانو لپاره په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې

د عمرې او سیاحتې شرکتونو مسولین وایې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته ورته د پخوا پرتله په ټولو برخو کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

یاد مسولین همداراز د کورنیو او بهرنیو خلکو لپاره د غوره خدمتونو ډاډ ورکوي.

بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت الله جمال له سیاحتي شرکتونو غوښتنه کړې، چې له سېلانیانو سره غوره چلند وکړي.

د یاد وزارت مسولین زیاتوي، د سېلانیانو لپاره یې د افغانستان د سم انځور وړاندې کولو په موخه ځانګړی انستیتوټ جوړ کړی دی.

ورته مهال د عدلي او ټرانسپورت وزارتونو مسولین په سیاحتي برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکوي او د خدمتونو د لا معیاري کولو او په دې برخو کې هېوادوالو ته د اسانتیاوو په رامنځته کېدو ټینګار کوي.