د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۷۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو زر تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۷۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۱ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۴۴زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۸۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۴۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵۱ تنه و، کندهار، هلمند، فر اه، هرات، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۵۷۹ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۸۵۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۸۵ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۴۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، فراه ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۱ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۱۸۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۲۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵۹ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۶۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳۱ تنه و، پکتیا، خوست، لغمان، ننګرهار، بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، بلخ، بدخشان، فاریاب او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۵۱ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۸۹۷ کورنۍ او درې زره او ۹۹۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۱۴ کورنۍ او یو زر او ۵۹۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۸۴۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۷۸ عدده