د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو له مرستیال محمد یونس راشد سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې محمد یونس راشد ویلي، چې په کابل او ولایتونو کې د ځوانانو لپاره بېلابېل اصلاحي او روزنیز پروګرامونه تر کار لاندې دي، تمه ده چې په هر ولایت کې ګڼ شمېر ځوانان په کې برخه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، د ځوانانو چارو معینیت په پام کې لري، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو افغان ځوانانو ته ځانګړي پروګرامونه طرحه او پلي کړي، څو په ټولنه کې د ځوانانو په ادغام کې مرسته وکړي او مسایل ورته روښانه شي.
په دې لیدنه کې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د اسلامي امارت د مسولینو د هڅو په ستایلو سره نوي نسل ته د زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو او د دوی پر فکري روزنه ټېنګار کړی دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې راستنو شویو افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه هڅې کوي.
دغهراز نوموړي د راستنو شویو کډوالو لپاره د روزنـیزو پروګرامونو جوړول اړین بللي او د ځوانانو چارو مرستیال ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د مولوي عبدالکبیر سره د محمد یونس راشد لیدنه؛ راستنو شویو افغان ځوانانو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړېږي
