ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې ۱۳ کلنه او دولت اباد کې پینځه کلنه شخړه حل شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د درېيو کورنيو ترمنځ د ځمکې د میراث پر سر رامنځته شوې ١٣ کلنه بدي، چې درې تنه پکې ټپيان شوي وو او ترمنځ يې لوی اختلافاتو شتون درلود؛ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو په هڅو په دوستي بدله شوه.

همداراز د ياد ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له امله راپورته شوې پینځه کلنه شخړه، د بلخ د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست مسولينو د يوې را بلل شوې غونډې په ترڅ کې حل او ترمنځ يې د خير فیصله وکړه.

د يادو کورنيو مشرانو د دې وزارت مسولينو لخوا په ترسره شوې فيصله خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې خپل پاتې ژوند به په ورورۍ او خوشحالۍ سره تېروي.

دوی همداراز د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست کړنې وستايلې او د شخړو د حل په برخه کې يې یاد ریاست د ولسونو يو ښه ادرس ياد کړ.