د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې دې وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد تېره ورځ فاریاب ته په خپل کاري سفر کې، د یاد ولایت له مسولینو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره د قومي ستونزو د حل په موخه جلا جلا ناستې کړې دي.
مولوي محمد علي جان احمد د سفر په لومړي پړاو کې د فاریاب والي عبدالاحد فضلي او د ستونزو د هوارۍ لپاره ټاکل شوې ولایتي کمېټې له غړو سره غونډه کړې، چې پکې د قرمقول ولسوالۍ د اڅکزي او عيدوزي قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې اوږدې شخړې په اړه خبرې شوې دي.
له یادې ناستې وروسته نوموړي له خپل مل پلاوي سره قرمقول ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې د ولسوال، قومي مشرانو، عالمانو او خلکو په همکارۍ، له هر اړخیزو څېړنو وروسته د دواړو قومونو ترمنځ شته شخړه هواره کړې ده.
دواړو ښکېلو خواوو د وزارت د مرستیال له هڅو د قدردانۍ تر څنګ، ژمنه کړې، چې له دې وروسته به په ورورولۍ کې ژوند کوي او هېڅ ډول ستونزې به نه جوړوي.