ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د درېیمې لوا په ورکشاپ کې د تېرو لسو میاشتو په موده کې ۲۱۳ عرادې بېلابېل ډول وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو ترميم شویو وسايطو کې ۱۴۲رنجر، ۲۳ انټرنشنل، ۳۸ زغروال هاموي ټانګونه، څلور هاموي امبولانسونه شامل دي.
یاد اقدام د ملي اسلامي اردو په کچه د وسایطو د ساتنې، ظرفیت لوړولو او د شته امکاناتو د موثرې ګټې اخیستنې د دوامدارو پروګرامونو یوه برخه ده.