د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په تهران کې د ایران د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، د اوبو او کډوالو په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې بللي او د بېلابېلو برخو د همکاریو د پراختیا په نظر کې نیولو سره یې د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړوالی یوه اړینه اړتیا یاده کړې ده.
مولوي امير خان متقي د افغان کډوالو د کوربهتوب له امله د ايران له حکومت څخه مننه کړې او ويلي یې دي، چې اسلامي امارت ژمن دی خپلو هېوادوالو ته افغانستان ته د بېرته ستنېدو او بيا مېشتېدو لپاره اړینې اسانتياوې برابرې کړي.
همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر مهال دې د تدریج اصل په پام کې ونیول شي او په ایران کې دې افغان بندیانو ته د لېږد او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې لازمه پاملرنه وشي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې دافغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې همکاري د پراخېدو په حال کې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي ویلي، چې دواړه هېوادونه باید د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په نوي پړاو کې ګام پر ګام پرمختګونه ولري او ټینګار یې کړی، چې دا اړیکې د پراختیا په لور روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان کډوالو بېرته ستنول بايد باعزته او تدريجي وي او ژمنه یې کړې، چې ايران به خپلو افغان مېلمنو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.