ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري د سرحدي کمېټو له مسولینو سره لیدنه وکړه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د هېواد مشرقي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د کونړ او نورستان ولایتونو د سرحدي کمېټو له مسولینو سره ناسته وکړه.

د دې سفر موخه ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم د پیل شویو پروژو څارنه، د چارو ارزونه او ستونزو ته یې رسېدنه وه.

د یاد سفر په اوږدو کې ملا نورالله نوري د ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو د مرستیال والیانو په مشرۍ له جوړو شویو ولایتي کمېټو له غړو سره چې د عامې روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ، ارشاد حج او اوقافو، پوهنې، ټولګټو چارو، کلیو او بیارغونې، سرحدونو او قبایلو چارو او د امربالمعروف ریاستونه پکې شامل وو؛ ناسته وکړه او د چارو راپور یې ترلاسه کړ.

د ولایتي کمېټې غړو په اړوندو ولسوالیو کې د پلې شویو پروژو جزیات شریک کړل او په پاتې چارو کې یې د لا هلو ځلو ژمنه وکړه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د دوی ستونزې واورېدې او په خپلو خبرو کې یې له ټولو مسولینو وغوښتل، چې ورسپارل شوي مسولیتونه په پوره ژمنتیا او اخلاص سر ته ورسوي او په چارو کې له شفافیت څخه کار واخلي.

هېره دې نه وي، چې د یادو ولایتونو په اطرافي ولسوالیو کې د خدمتونو وړاندې کولو په لړ کې به خلکو ته د اوبو رسونې، مخابراتي شبکو، ښوونځیو، مدرسو، جوماتو، سرکونو او پلچکونو رغولو پروژې پلې شي او د خلکو لومړنیو ستونزو ته به رسېدنه وشي.