د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ په وزير احمد خېلو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه خپلمنځي شخړه، چې لس کاله يې دوام درلود او له امله یې د دواړو لوریو شپږ تنه وژل شوي وو، د جوړې شوې جرګې په ترڅ کې حل شوه.
یاده جرګه د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس حافظ رحمت الله غازي عمر په مشرۍ، د خوږياڼو ولسوال، قومي مشرانو او علماوو په ګډو هلو ځلو جوړه شوې وه، چې پکې د شخړې عوامل وڅېړل شول او د تلپاتې حل لپاره پرېکړې وشوې.
په جرګه کې له دواړو خواوو د واک اخیستو وروسته، ښکېلې کورنۍ بښنې ته چمتو شوې او یو بل ته یې له رضايت وروسته بښنه وکړه.
د روغې جوړې تر ترسره کېدو وروسته، د دواړو خواوو مشرانو د پخلاینې له امله خوښي څرګنده کړه او یاد اقدام یې د دنیا او اخرت دواړو لپاره ګټور وباله.
همداراز، هغوی له ټولو خلکو وغوښتل، چې د تربګنیو، شخړو او ناورینونو پر ځای دې په مينه، ورورولۍ او اتفاق سره ژوند وکړي.