د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي د موزیمونو د یووالي نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د ملي موزیم ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسولیت دی.
ښاغلي عزیزي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د تېرو څو لسیزو په پرتله د ملي موزیم د ساتنې په برخه کې بېساري هڅې کړې دي.
د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د هر ډول تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی کړی. دغهراز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پر بنسټ په هېواد کې غصب شوې تاریخي ځمکې بېرته را ګرځول شوې دي.
د هنر او کلتور مرستیال زیاته کړې، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله ټولو امارتي ادارو ته سپارښتنه کړې، تر څو د تاریخي اثارو او ابداتو د ساتنې او پالنې په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري وکړي.