د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا په مزارشریف ښار کې د ترکمنستان، پاکستان، ایران، ترکیې او اوزبیکستان له جنرال قونسلانو او د قزاقستان سفارت له سوداګریز استازي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو اړیکو پر پراختیا سربېره د ویزې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې شوې دي.
ملا محمد یوسف وفا د یادو هېوادونو له استازو مننه کړې او ویلي یې دي، چې په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی، فساد له منځه وړل شوی او یو واحد اسلامي حکومت د هېواد د چارو رهبري پر غاړه لري.
نوموړي له یادو استازو غوښتي، چې د بېوزلو هېوادوالو، په ځانګړي ډول راستانو شویو کډوالو سره د بنسټیزو خدمتونو لکه د څښاک اوبو، روغتونونو، ښوونځیو، استوګنځایونو او ویزو د اسانتیاوو په برخه کې همکاري پراخه کړي.
په ورته مهال د یادو هېوادونو استازو په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.