د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د چین له سفیر جاو شینګ او ورسره پلاوي سره لیدنه وکړه.
دغه لیدنه چې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه ترسره شوه، جاو شینګ د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، تر اوسه په بېلابېلو برخو کې د دواړو لوریو اړیکې په ښه ډول پرمخ تللې دي او تل د پراختیا په حال کې دي.
د چین سفیر د اسلامي امارت لخوا د ګاونډیو هېوادونو له لوري د راستنېدونکو کډوالو د چارو ښه مدیریت وستایه او کډوالو سره یې د استوګنې لپاره د چمتو شویو ۱۶۰ کورونو او همداراز د ۳۰ میلیون نغدي یوانه مرستې خبر ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، په بېلابېلو برخو کې به له افغانانو سره د چین مرستې دوام ولري.
جاو شینګ همداراز په افغانستان کې د چینایي پانګه والو او سوداګرو پانګونې ته اشاره وکړه او وې ویل، د چینایي سوداګرو د سوداګرۍ او پانګونې له امله به افغانانو ته د کارموندنې ډېر فرصتونه برابر شي.
مولوي عبدالسلام حنفي د چین سفیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ګاونډیو هېوادونو له لوري ایستل شویو افغان کډوالو سره د چین د مرستو مننه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د افغانستان او چین اړیکي پیاوړې او دوستانه دي او اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د دغو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان طبیعي منابعو او کانونو ته په اشارې څرګنده کړه، په افغانستان کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې، اسلامي امارت د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي او شرکتونو او پانګه والو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له چین سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې د چین سفیر د خپل دولت له لوري د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته بلنه ورکړه، ترڅو د چین ـ سویلي اسیا نهم نندارتون (CSA) کې ګډون او وینا وکړي.