د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له راستنو شویو افغان کډوالو سره د هند د حکومت او خلکو له لوري د مرسته شویو خوارکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه.
یاد وزارت زیاته کړې، دا مرستې چې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي لري، د کابل ولایت د کډوالو ریاست له لوري به په شفاف ډول پینځه زرو مستحقو کورنیو ته ووېشل شي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا د دفتر د چارو د تنظیم رییس مولوي ذاکرالله ذاکر د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر پیغام ولوست.
ښاغلي وزیر په خپل پیغام کې د هند د خلکو او حکومت له دغو بشردوستانه مرستو مننه کړې او له نورو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو یې هم غوښتنه کړې، چې له راستنو شویو کډوالو سره زیاتې مرستې وکړي.
مولوي ذاکر ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره ۵۸ ښارګوټي جوړ کړي او تمه ده، چې په دغو ښارګوټو کې به د سرپناه، ښوونځیو، روغتیايي روغتونونو، پاکو اوبو او نورو اساسي اسانتیاوو زمینه برابره شي.
نوموړي همداراز له هغو افغان کډوالو، په ځانګړي ډول هغوی چې د امریکا له لوري له وروستي ضربالاجل سره مخ دي، غوښتنه کړې، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیمالرحمن فاني له هند هېواد څخه د مرستو مننه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې کډوال یو دردیدلی او مستحق قشر دی او اړینه ده، چې له دوی سره هر اړخیزې مرستې وشي.
په پای کې، د کابل ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي عبدالرحمن حبیبزي د مرستو د شفاف وېش ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې هڅه کوي د بېلابېلو مرستندویو ادارو مرستې منسجمې او مستحقو کورنیو ته ورسوي.