د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۲۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۰۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۵۵۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۰ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۹۳ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۱۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۹۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۶ تنه و، کندهار، هلمند، فر اه، هرات، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۴۶۰ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۵ کورنیو سره ټولې ۹۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۷۰۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۹۸ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۷۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۹۲۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۰ کورنیو سره ټولې ۶۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۸ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له انګور اډې څخه ۱۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۱ تنه و، بیلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: انګور اډه کې ۲۲۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هلمند
بهرامچه ډيورنډ فرضي کرښه:
د بهرامچې له لارې شپږو کورنی د غړو شمېر يې ۴۳ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
نوموړې کورنۍ خپلو سيمو ته ليږدول شوي دي او نغدي مرسته هم ورسره شوې ده.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۷ کورنیو سره ټولې ۷۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۶ تنه و، پکتیا، خوست، لغمان، ننګرهار، بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، بلخ، بدخشان، فاریاب او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۴۲۷ کورنۍ او دوه زره او ۷۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۷۲ کورنۍ او یو زر او ۲۵۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۴۳۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۸۶ عدده