د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي د موزیمونو د پیوستون نړیوالې ورځې د نمانځغونډې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنې ته ژمن دی.
نوموړي له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د یادو میراثونو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې ونډه واخلي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي ویلي؛ د افغانستان ملي موزیم د تاریخي او لرغونو اثارو په لرلو سره، د نړۍ په کچه له تر ټولو غني موزیمونو څخه ګڼل کېږي او د هغو ساتنه او څارنه د ټولو ګډ مسولیت دی.
په دې مراسمو کې یو شمېر بهرنیو ګډونوالو ویلي؛ تاریخي، لرغوني او کلتوري ابدې د ملتونو هویت ګڼل کېږي، چې ساتنه یې د ټولو ګډ مسولیت دی.
همداراز، یادو ګډونوالو د مس عینک په پروژه کې د لرغونو اثارو د خوندي ساتلو پر اهمیت ټینګار کړی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسولینو په وینا، په تېرو نږدې څلورو کلونو کې نه یوازې بهر ته د اثارو له قاچاق څخه مخنیوی شوی، بلکې د کیندنې، ساتنې او بیارغونې په برخو کې هم داسې کارونه ترسره شوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ساری نهدی لیدل شوی.