ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې دی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د تهران د خبرو اترو فورم کې ویلي، چې افغانستان د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست پر اساس د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان له ۴۷ کاله بې‌نظمۍ او په ځانګړي ډول له وروستي شل کلن اشغال وروسته یوې نوې سیاسي مرحلې ته ننوتی دی.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې افغانستان په ملي او نړیواله کچه د سیمې د څلور لارې او سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد په برخه کې اساسي رول لوبولای شي.

د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، اسلامي امارت په تېرو نږدې څلورو کلونو کې بشپړ امنیت تامین کړی، ملک الطوایفي او د کوکنارو کښت یې له منځه وړي، د اداري فساد مخه یې نیولې او د هېواد امنیتي، ملکي او سیاسي جوړښتونه یې د افغانانو د اړتیا او عیني شرایطو ته په پام سره جوړ کړي دي.

دغه‌راز اسلامي امارت هڅه کوي، چې افغانستان د امنیت ساتنې، اقتصادي ځان بسیاینې او شته ثبات پر مټ له سیمې او نړۍ سره د نږدې همکاریو له لارې د قدرتونو د تقابل پر ځای د تفاهم او همکاریو په مرکز بدل کړي.

نوموړي د متوازن سیاست ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان به نور د یوه هېواد د ملګرتیا لپاره د بل پر وړاندې ونه دریږي.

ښاغلي متقي په یاد فورم کې د سیستان او بلوچستان خلکو ته د اوبو رسول خپل شرعي مسولیت یاد کړی دی.