ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیه له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې همکاري کوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص نن د ۱۴۰۴ کال د ثور په ۲۹مه د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې مولوي خالص د ترکیې سفیر هرکلی وکړ او ورسره یې د چاپېریال اړوند بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلون پر مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي خالص وویل: “موږ له ترکیې سره تاریخي او ښې اړیکې لرو او هیله ده چې دغه اړیکې نورې هم پیاوړې شي او دوام ومومي.”

نوموړي د (COP-29) نړیوال اقلیمي کنفرانس د پایلو په اړه د ترکیې له سفیر څخه معلومات وغوښتل او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي (COP-30) کنفرانس کې، چې ټاکل شوې په برازیل کې جوړ شي، د افغان پلاوي د ګډون لپاره هڅې او لابي‌ګري وکړي، ترڅو افغانستان ته هم بلنه ورکړل شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس وویل، د اسلامي امارت له راتګ سره نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ارزښت لرونکې چاپېریالي پروژې وځنډېدې، چې باید بېرته پیل شي.

مولوي خالص غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره د چاپېریالي تجهیزاتو برابرولو، د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د تجربو د شریکولو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د ترکیې سفیر جنک اونال د ښاغلي خالص له هرکلي وکړه او ژمنه یې وکړه چې ترکیه به د چاپېریال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره خپلې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره نه یوازې په چاپېریالي، بلکې په نورو برخو کې هم همکاري وکړي او هڅه به وکړي چې خپلې تجربې، مشورې او تخنیکي همکارۍ د اقلیمي بدلون په برخه کې شریکې کړي.

برخو کې هم همکاري وکړي او هڅه به وکړي چې خپلې تجربې، مشورې او تخنیکي همکارۍ د اقلیمي بدلون په برخه کې شریکې کړي.

په پای کې، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې ګډ تخنیکي ټیمونه به پر مشخصو موضوعاتو

په پای کې، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې ګډ تخنیکي ټیمونه به پر مشخصو موضوعاتو کار کوي او ګډو همکاریو ته به دوام ورکوي.