د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د میدان وردګ له والي قاري بختیار معاذ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې قاري بختیار معاذ د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي، امنیتي وضعیت او حکومتولۍ په اړه اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت مجاهدین او مسولین تل د خلکو په خدمت کې دي او هڅه کوي چې خلک هوسا وساتي.
قاري بختیار معاذ همداراز د پراختیایي چارو، روغتیا، کارموندنې او له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور را ایستل شویو کډوالو په تړاو د دې ولایت د خلکو غوښتنې شریکې او له مسولینو څخه یې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ د امنیت ټینګښت، د خلکو ستونزو ته رسېدنه، او همدارنګه د هغو هېوادوالو ستونزو ته حل لاره موندل چې په زور له ګاونډیو هېوادونو را ایستل کېږي، د اسلامي امارت له مهمو ژمنو څخه دي او اړوند مسولین باید په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت مسولین به تر خپله وسه پورتنیو چارو ته رسېدنه وکړي.