د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني د “RCC” سیمهییزو هېوادونو په ۳۱مه غونډه کې د ګډون په موخه د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی.
په دې غونډه کې به د سیمهییزې همکارۍ پراختیا، د ۲۰۲۵م کال “ITU” نړیوال کنفرانس چمتووالی، د غیرې ثابت مداره سپوږمکیو پراختیا، او د ټېلېکام درغلیو مخنیوي او یو شمېر نورو مواردو په اړه به بحث وشي.
ښاغلی حقاني به په دې غونډه کې د سټلایټ، پوسټ او ټکنالوژۍ اړوند موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته وینا هم وکړي.
هېره دې نه وي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر اوزبیکستان ته تر سفر وړاندې، کابل کې د یاد هېواد له سفیر ښاغلي اویبک عثمانوف سره هم لیدلي او دواړو لوریو د ټکنالوژۍ او ورته نورو موضوعاتو په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې وې.