د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري ترمیم شوي تالارونه پرانیستل شول.
په دغو مراسمو کې د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي، د عامه کتابتونونو رییس حافظ نعمتالله منتظر، د ترکیې د همکارۍ او پراختیا ادارې ټیکا مرستیال ډاکتر رحمان نوردن، په کابل کې د ټيکا دفتر رییس فاضل آکین اردوغان، د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو شمېر رییسانو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د عامه کتابتونونو دوه تالارونه (د عامه مطالعې تالار او د ماشومانو لپاره ځانګړی تالار) د ترکیې هېواد د همکارۍ او پراختیا ادارې ټیکا له خوا د یوې میاشتې په موده کې ترمیم او بیا ورغول شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، حافظ نعمتالله منتظر د کتاب او کتابتون ارزښت ته په اشارې هر اړخیزه وینا کړې ده.
مولوي عتیقالله عزیزي ویلي، چې افغانستان او ترکیه ګډ کلتوري، ژبني او مذهبي ارزښتونه لري او د دواړو هېوادونو اړیکې ښې دي.
نوموړي د ټيکا له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د دا ډول همکاریو قدرداني کوي.
د ټيکا مرستیال ډاکتر رحمان نوردن د یادې ادارې له خوا د تېرو کلونو د روغتیا، اقتصاد، ښوونې، کرنې او نورو برخو کې د پروژو معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې کتابتونونه د پرمختګ بنسټیزه سرچینه ده.
همداراز، په کابل کې د ټيکا دفتر رییس فاضل آکین اردوغان ویلي، چې ترکیه له افغانستان سره اوږدمهاله همکارۍ لري او دا همکارۍ به دوام ومومي .
نوموړي د تالارونو ترمیم د ځوانانو د مطالعې د هڅونې په لور مهم ګام بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې د عامه مطالعې تالار اوس مهال په یوه وخت کې د ۱۰۰ تنو مطالعه کوونکو او د ماشومانو ځانګړی تالار په یوه وخت کې د ۲۰ تنو مطالعه کوونکو ماشومانو ظرفیت لري.