ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړېږي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص او د “رها” موسسې مشر محمد یوسف حمیدیان د ۲۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړولو او یو لړ چاپېریالي فعالیتونو د ترسره کولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه راپور په چمتو کولو کې به د هېواد د چاپېریالي وضعیت اوسنی حالت، بنسټیزې ننګونې او وړاندیز شوې حل‌لارې څېړل کېږي، چې د علمي څېړنو، سروې‌ګانو او مسلکي ارزونو پر بنسټ به جوړ شي.

د “رها” موسسې مشر وویل، چې په یاد راپور کې به د طبیعي منابعو، هوا، اوبو، ځنګلونو، خاورې، ښاري ککړتیا او اقلیم بدلون اړوند موضوعات په تفصیل سره تحلیل شي.

مولوي مطیع‌الحق خالص وویل؛ دا به یو علمي، مستند او خپلواک راپور وي، چې د چاپېریالي ستونزو د تشخیص ترڅنګ، د حل لپاره به بنسټیزه لارښوونه کوي.

نوموړي زیاته کړه؛ دا راپور به نه یوازې د اسلامي امارت اړوندو ادارو لپاره یو مهم سند وي، بلکې نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته به هم د همکاریو زمینه برابره کړي.

په راپور کې به د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو د اغېزو ترڅنګ، د خلکو، کرنې، مالدارۍ او اقتصاد ارزونه هم شامله وي.

سربېره پر دې، په دې راپور کې به وړاندیزونه هم وړاندې شي چې څنګه دوامداره، ملي او سیمه‌ییزه چاپېریالي ستراتیژي رامنځته شي.

تمه ده، چې د راپور لومړنۍ مسوده تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړه او له اړوندو ادارو او کارپوهانو سره تر شریکېدو وروسته خپره شي.

د یاد هوکړه‌لیک له مخې، به دا راپور د چاپېریالي پالیسۍ جوړولو لپاره یو بنسټیز ګام وي او راتلونکي کې به پرې د معیاري پالیسۍ بنسټ کېښودل شي.