د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري، د یوه پلاوي په مشرۍ د خپل رسمي سفر پر مهال د ایران د کاني موادو نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د ایران د کانونو وزارت مرستیال، د کاني موادو د څېړنې مرکز رییس او د خصوصي سکتور ګڼشمېر استازو ګدون درلود.
ملا هدایتالله بدري ګډونوالو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې افغانستان یو باثباته هېواد دی او د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي د ګاونډیو هېوادونو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان له کانونو څخه اغېزمنه ګټه واخلي.
دغهراز ښاغلي بدري د نندارتون له بېلابېلو برخو او د لیتیمو د پروسس له کارخونې څخه لیدنه وکړه او د خصوصي سکتور یو شمېر شرکتونه یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.
همدارنګه، د نندارتون په څنډو کې د افغان پلاوي غړو د ایران د اړوندو ادارو له مسولینو سره خپل نظرونه شریک کړل او په پای کې یې کوربه هېواد ته د پانګونې او همکاریو په برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.