د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۲۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۷۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۳۵۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۵ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۱۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۹ کورنیو سره ټولې۶۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۱۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۸ کورنیو سره ټولې ۷۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۸۲۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۶۰ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۷۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۸۰۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷ تنه و، فراه ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۳۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۹۸ تنه راستانو شویو کډوالو درملنه شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له انګور اډې څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور تنه و، غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنیو سره ټولې لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
خواړه: انګور اډه کې ۱۸۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي مرستې هم ورسره شوې دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۴۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۷۲۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۴۷ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۲۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۸۰۸ کورنۍ او درې زره او ۳۹۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۶۱ کورنۍ او ۳۰۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۷۹۰ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۶۳ عدده