د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د روسیې په رسمي بلنه، د “نوسکي ۱۱م نړیوال چاپېریالي کانګرس” کې د ګډون په موخه، سنپترزبورګ ښار ته سفر وکړ.
مولوي مطیع الحق خالص یاد هېواد ته د سفر پر مهال وویل؛ دا کانګرس د ۲۰۲۵ کال د مې له ۲۲مې تر ۲۳مې پورې د روسیې په سنپترزبورګ ښار کې ترسره کېږي او افغانستان به پکې لومړی ځل رسمي ګډون کوي.
نوموړي زیاته کړه؛ دا کانګرس د چاپېریال، اقلیمي بدلون او پایدار پرمختګ په برخه کې یو له مهمو نړیوالو غونډو څخه دی، چې د نړۍ له شاوخوا ۴۰ هېوادونو لوړپوړي دولتي استازي، نړیوال سازمانونه، څېړنیزې او علمي موسسې، متخصصین، رسنۍ، غیر دولتي بنسټونه او خصوصي سکتور پکې برخه لري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل؛ موږ به په دې کانګرس کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، دوامدارې وچکالۍ، د اوبو د سرچینو کمښت، د ځنګلونو له منځه تلو، د طبیعي منابعو تخریب او د خاورو او هوا ککړتیا په اړه نړیوالو ته معلومات وړاندې او د اقلیمي ننګونو په اړه به د افغانستان غوښتنې مطرح کړو.
ښاغلي خالص څرګنده کړه؛ چې دا کانګرس د نړیوالو همکاریو، تجربو شریکولو او تخنیکي مرستو لپاره یو تاریخي فرصت دی، ترڅو د افغانستان چاپېریالي ستونزو ته ګډې حل لارې ولټول شي.
د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اسلامي امارت رسمي پلاوی په دې مهم نړیوال کانګرس کې ګډون کوي.