ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امربالمعروف وزارت: په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند څخه ژغورل شوې

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر وايي، چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند او زور زیاتي څخه ژغورل شوې دي.

ښاغلي خیبر په یوه غږیز کلیپ کې ویلي: “د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې، منکراتو د مخنیوي او د ناوړه دودونو د له منځه وړلو او په نورو برخو کې د الهي فرامینو د پلي کولو تر څنګ یوازې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند او ناروا ظلم او زیاتي څخه ازادې کړې او هغوی ته یې خپل شرعي حق سپارلی دی.”

نوموړي ټینګار کړی، چې ښځه په اسلامي کې د مور، خور، لور او مېرمنې په جامه کې د قدردانۍ او وقار څښتنه او مستحقه ده او د مېرمنو هغه حقوق، چې ښځو ته د هوساینې او عزت جامه ور اغوندي د اسلامي امارت او افغاني ټولنې غوښتنه او لومړیتوب دي.