د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د میدان وردګو ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د میدان وردګو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس هم شتون درلود، د راستنو شویو د ستونزو او وړاندېزونو په اړه خبرې شوې دي.
قاري بختیار معاذ په دغه ولایت کې د راستنو شویو هېوادوالو په اړه وروستي معلومات له وزیر سره شریک کړي او ویلي یې دي، چې د میدان وردګو د سیمه ییزو ادارو لخوا د کډوالو په لنډمهاله پنډغالي کې ځینې اړینې اسانتیاوې چمتو شوي او د پاتې ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
نوموړي د کډوالو لپاره په مرکز میدان ښار کې د لنډمهاله ښارګوټي د فعالولو په موخه له ځينو دولتي ودانیو څخه د ګټې اخیستې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ګڼ شمېر کورنیو د استوګنې لپاره یې شته امارتي ودانۍ په نظر کې نیولې دي.
دغهراز ښاغلي والي د لنډمهاله استوګنیز ښارګوټي د ستونزو د حل په موخه ځينې وړاندېزونه له کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سره شریک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر، د راستنو شویو هېوادوالو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو او مسولینو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې اسلامي نظام د را ستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل برخه کې اړین ګامونه اخیستي دي.
همدارنګه نوموړي په میدان ښار کې د کډوالو لپاره د لنډ مهاله ښار ګوټي اړوندو وړاندېزونو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی او سپارښتنه یې کړې ده، چې د ټولو کډوالو ستونزو حل ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.