د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د درملو تولیدي کارخونو په ستاینغونډه کې ګډون کړی.
دغه ستاینغونډه تېره ورځ سېشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه په عامې روغتیا وزارت کې جوړه شوې وه.
ملا عبدالغني برادر اخوند په دې جوړې شوې غونډه کې ویلي، باکیفیته درمل د روغتیا له اړخه د سالمې انساني ټولنې ضمانت کوي او بې کیفیته درمل بیا د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي.
په دې برخه کې په پوره اخلاص، ژمنتیا او امانتدارۍ سره د مسولیت ترسره کول د ټولو دخیلو اړخونو بنسټیز مسولیت دی.
نوموړي زیاته کړې؛ که په هېواد کې د درملو تولیدي کارخونې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي، دا به نه یوازې لویه لاسته راوړنه وي، بلکې پر وارداتي درملو به د هېواد تکیه راکمه او په دې برخه کې به شته تقاضا په کور دننه پوره شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته ویلي؛ دا چې نن ورځ د درملو د تولیدي کارخونو له جملې یوازې درېیو کارخونو ته د باکیفیته او معیاري تولید له امله له نړیوالو اصولو سره سم د جياېمپي سرټېفیکېټونه ورکول کېږي، دا د یادو کارخونو د مسولینو لپاره ستره لاسته راوړنه ګڼم او له خپله اړخه ورته مبارکي وایم.
ښاغلي برادر اخوند پر وارداتي درملو د افغانستان تکیه د ملي اقتصاد په زیان بللې او زیاته کړې یې ده، وارداتي درمل له یوه لوري په لوړ قیمت تمامېږي او له بل لوري له هېواد څخه په زیاته اندازه د اسعارو د وتلو عامل هم ګڼل کېږي.
دې مهمې اړتیا په پام یې د درملو له تولیدي کارخونو غوښتنه کړې، چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د درملو کیفیت او کمیت ته پوره پاملرنه وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې نور به یې په امارتي ادارو کې د اقتصادي چارو اړوند موضوعاتو پروسې لا ساده، منظمې، چټکې او لنډې شي.
نوموړي همداراز ویلي، په دې اړه عالیقدر امیرالمؤمنین د چارو ادارې په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارلې څو په دې برخه کې منظم طرزالعمل جوړ کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو پانګوالو غوښتنه کړې، چې د نورو سکټورونو تر څنګ د روغتیا په سکټور کې هم پانګونه وکړي.
په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو امارتي ادارو غوښتنه کړې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم اړوند له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي، خپلو معیاري طبي مصنوعاتو ته لومړیتوب ورکړي او په تدارکاتي پړاونو کې دې چارې ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سنو فارما، ملي شفاء او ټيجيایل درمل جوړولو تولیدي کارخونو ته د معیاري درملو د تولید له امله د جياېمپي نړیوال اعتبار لرونکي سرټیفیکېټونه ورکړل شول.
دا هغه سند دی چې له مخې یې بهرنیو هېوادونو ته صادرات کولی شي.