ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د درملو تولیدي کارخونې دې تولیدات د نړیوالو معیارونو سره برابر کړي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د درملو صنعت‌کارانو لپاره د ښو تولیدي کړنو (GMP) د تصدیق پاڼو د وېش غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت له لوري جوړه شوې وه، ګډون او وینا کړې.

په پیل کې، مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتیا وزارت له رهبري او مسولینو مننه کړې او د هغو تولیدي کارخونو قدرداني یې وکړه، چې ځانونه یې د GMP له نړیوال معیار سره برابر کړي دي.

ښاغلي حنفي ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د نورو اړینو اقداماتو ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د درملو او خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي او هڅه کوي، چې افغانستان د درملو له پلوه پر ځان بسیا شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په مرکز او ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت د څار لپاره مسولین او څارنیز ټیمونه ګومارل شوي، او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې بې‌کیفیته درمل تولید یا وارد کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د درملو د تولیدي کارخونو له مالکانو او ملي سوداګرو غوښتي، چې تولیدات دې د GMP نړیوالو معیارونو سره برابر کړي او له بې‌کیفیته درملو د تولید او وارداتو څخه دې ډډه وکړي.

دغه‌راز نوموړي ټینګار کړی، چې د بې‌کیفیته درملو تولید او واردات نه یوازې د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي، بلکې د خلکو ژوند هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

 د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ویلي، هر څوک چې دغه ستر جرم ترسره کړي، له اسلامي امارت سره به د جدي قانوني چلند او سزا سره مخ شي.

یادونې وړ ده، چې د هېواد له ۷۲ درمل جوړونکو کارخونو څخه تر اوسه یوازې Snow Pharma، TJL Lifesol او ملي شفا فارما توانېدلي چې د GMP تصدیق ترلاسه کړي.