ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د نهه کلنې بدۍ ترڅنګ لغمان او بادغيس ولایتونو کې هم بېلابېلې شخړې حل شوې

د ننګرهار ولایت په مرکز کې د نهو کلونو راهیسې روانه شخړه، چې د څو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست، قومي مشرانو او علماوو په هڅو حل شوه.

په دې شخړه کې دخیلې خواوې، چې له يوه لوري يو تن وژل شوی، څو تنه ټپيان شوي او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ يې د دښمنۍ ژور اختلافونه روان وو، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس په هڅو، د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د سولې له خواږه نعمته برخمنې شوې.

په همدې حال کې د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امریت مسولينو له لوري په دولت شاه ولسوالۍ کې د هغه دوه مرورو کورنيو ترمنځ روغه جوړه وشوه، چې د پینځه کلنې شخړې پر مهال پکې له يوې خوا يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و او لا يې هم ژور اختلافات درلودل.

همدا راز په بادغيس ولايت کې د ځايي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر هغه راپورته شوې څلور کلنه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس، محلي مسولينو او قومي سپين ږيرو له خوا حل او فصل شوه، چې دواړو خواوو ته يې لوی مالي تاوانونه اړولي وو.

په ننګرهار، لغمان او بادغيس ولايتونو کې د ولسي خلکو ترمنځ دغه د کلونو شخړې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت او اړونده محلي ادارو په همغږۍ هوارې او ښکېلې کورنۍ ارام ژوند ته راوګرځېدې.