ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ عبدالحکیم شرعي: د اسلامي امارت قوانین او قضایي پرېکړې د شریعت پر بنسټ دي

افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د سن پترزبورګ د نړیوالې حقوقي مجمعې په دیارلسمه ناسته کې، چې د روسیې هېواد په کوربتوب جوړه شوې وه، ګډون او وینا کړې او په نړیوالو قوانینو کې د اصلاحاتو له لارې یې د نړیوال عدالت پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

یاده ناسته د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې پیل شوه، چې د روسیې د عدليې وزیر او د نړۍ له څه باندې ۸۰ هېوادونو څخه د عدليې وزیرانو او قضايي مقاماتو په‌کې ګډون درلود.

د اسلامي امارت د عدليې وزیر ویلي، چې د جرمونو کموالي ته هم په ملي او هم په نړیواله کچه همغږۍ او پوهاوي ته اړتیا ده. نوموړي ټینګار کړی، که چېرې د مجازاتو ترڅنګ همغږي او پوهاوی هم شتون ولري، نو جرمونه به راکم شي.

دغه راز شیخ عبدالحکیم شرعي ویلي، چې د اسلامي امارت ټول قوانین د شریعت پر بنسټ تدوین کېږي او قضایي پرېکړې هم د شریعت له مخې ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د زندانونو ماهیت له بند څخه اصلاح، تربیه، شخصیت جوړونې او دیني پوهاوي ته اړولی دی.

شیخ عبدالحکیم شرعي ویلي، اسلامي امارت، اسلامي شریعت یو سپېڅلی او ارزښتناک نظام ګڼي او درناوی یې پر ټولو لازمي بولي، ځکه اسلام په واقعي توګه انساني کرامت او نړیوال عدالت تضمینوي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له هر هغه هېواد او سازمان سره تعامل ته چمتو دی، چې د اسلامي ارزښتونو، د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی ولري. همدارنګه، په یاده ناسته کې د نورو هېوادونو د عدليې وزیرانو، قضايي مقاماتو او حقوقي کارپوهانو هم ویناوې کړې دي