د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د زابل له والي ملا شیر محمد شريف سره وکتل.
د لیدنې په پيل کې ملا شیر محمد شريف د دې ولايت د محلي مسولينو د فعاليتونو او کړنو د راپور وړاندې کولو تر څنګ ویلي، چې د زابل ځايي مسولين د خلکو د خدمت، د هغوی د ستونزو له منځه وړلو او همداراز د اسلامي امارت مشرانو د اوامرو او لارښوونو د عملي کولو لپاره له خپلو هڅو درېغ نه کوي.
د زابل والي دې ولايت ته له ګاونډيو هيوادونو څخه د کډوالو ستنېدو ته په اشارې سره ځينې وړانديزونه د اسلامي امارت له رهبري او مسولينو سره شريک کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ د زابل ولايت د ځايي مسولينو فعاليتونه او کړنې ستايلې.
د رياست الوزرا اداري مرستيال دې ته په اشارې، چې د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښوونو عملي کول د مسولينو اساسي دنده ده، د وړانديزونو په اړه ویلي، چې اسلامي امارت به د امکان تر کچې رسیدنه ورته وکړي.