د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر فرهنګیانو او د رسنیو فعالانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي نعیم الحق حقاني د نورو په استازیتوب د هېواد د فرهنګي او مطبوعاتي وضعیت په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د مسولینو کړنې ستایلي دي.
مولوي نعیم الحق حقاني ویلي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې ډېر ښه کارونه شوي، چې کلتور او مطبوعات هم په کې شاملېږي، خو دا چاره جمعي اطلاع رسولو ته اړتیا لري څو د مغرضو اشخاصو د منفي تبلیغاتو مخنیوی وشي.
نوموړي د مطبوعاتو پر وړاندې ځینو ننګونو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د حل په اړه یې لازم اقدامات وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر دې لیدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، د کلتور اهل او رسنیز فعالان زموږ د ټولنې واقعې مبارزین دي، چې په خپل قلم او فکري مبارزې توانېدلي د عمومي اذهانو په تنویر کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي له فرهنګیانو او مطبوعاتي فعالانو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ دوی ته ډاډ ورکړی، چې د فرهنګي او رسنیزو چارو په اړه به یې وړاندیزونو ته رسېدنه وشي.