ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتيا کې ۴۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د پکتيا په لجه منګل ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ له ۴۰ کلونو شخړې وروسته روغه جوړه وشوه، دواړو خواوو یو بل وبښل او له خپلمنځي شخړو لاس په سر شول.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي نصير احمد تائب په مشرۍ د قومي سپين ږيرو، علماوو او اسلامي امارت د منسوبينو په هڅو د ښکېلو کورنيو د مشرانو سره د څو ناستو په ترڅ کې هغوی سولې او بښنې ته راضي کړل او د يوې منصفانه پرېکړې پر بنسټ یې د دواړو تر منځ روغه جوړه وکړه.

دغه شخړه چې د ځينو کلتوري مسایلو له امله رامنځته شوې وه، پکې له دواړو خواوو څلور تنه وژل شوي وو.

هېره دې نه وي، چې څو ورځې مخکې هم د ياد ولايت په سيد کرم ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کلونو شخړه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له لوري حل او فصل شوې وه.