ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پنجشیر کې د نهو ودانیزو پروژو کار پیل شو

په پنجشیر کې د نهو مهمو ودانیزو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې.

په دغه پروژو  کې، د ابشار ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ودانۍ، د پینځو امنیتي پوستو ودانۍ، د حصه اول، رخه او دره ولسوالیو لپاره د جوماتونو جوړول، د مرکزي امنیې قوماندانۍ لپاره پینځه پوړیزه ودانۍ، د پنجشیر مستوفیت ودانۍ او د ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې لپاره د لیلې او جومات جوړول شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو مرستیال مولوي عبدالله مختار، په خپلو خبرو کې په پنجشیر باندې د ځانګړې پاملرنه ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دې ولایت د مسولینو د ودانیزو اړتیاوو غوښتنو ته به په جدي توګه رسېدنه وشي.

همدارنګه، د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم د مولوي عبدالله مختار څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د محلي ادارې له لوري پراخ اصلاحات پلي شوي دي.

 نوموړي زیاته کړې، د ولسوالیو ادارې د لمریزې برېښنا، ټکنالوژۍ او اړینو تجهیزاتو په وسیله سمبالې شوې دي او د نوو ودانیزو پروژو په پلي کولو سره به ډېرې شته ستونزې حل شي.