ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ او بادغيس ولايتونو کې جلا جلا ولسي شخړې حل شوې

بلخ کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د اختلافي موضوعاتو پر سر را پورته شوی جنجال، چې په پايله کې يې يوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، حل او يو بل ته يې بښنه وکړه.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د قومي مشرانو په منځګړيتوب لومړی د دغه کورنيو له مشرانو سره ناسته وکړه او بيا يې ترمنځ د قومي دود له مخي د خیر فیصله وکړه.

همداراز یاد وزارت زیاتوي؛ د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس د خپلو دوامداره هڅو او ځايي مسولينو د همکارۍ په پایله کې د دغه ولايت په قادس ولسوالۍ کې د شخړې له امله دوې جلا شوې کورنۍ وروسته له دوو کلونو سره پخلا او د سولې ژوند ته را وګرځېدې.