د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د کندوز ولایت د قلعهزال ولسوالۍ له یو شمېر مسولینو او علماوو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي عبدالقدیر حمزه د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل؛ مجاهدین او سیمه ییز مسولین د امنیت د ټینګښت او د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښوونو عملي کېدو ته چمتو او تل د خلکو ستونزو د حل هڅې کوي.
همداراز په دې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ علماوو د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتنه وکړه، چې د دې ولسوالۍ زېربناوو په ځانګړي ډول د روغتونونو جوړولو، د برېښنا لېږد او د سړکونو رغونې ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، سیمه ییز مسولین دې د خپلو دندو په ترسره کولو کې غفلت نه کوي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره دې لازم اقدامات ترسره کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د کندوز د سیمه ییزو مسولینو د کړنو ستایلو ترڅنګ د یادو علماوو د وړاندیزونو په اړه زیاته کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ورته رسېدنه وکړي.