د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ”د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو سکتور او د اوبو د کموالي پر ضد مبارزې“ په تخنیکي ناسته کې ګډون وکړ.
دا ناسته د مرکزي اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو، د چاپېریال ساتنې وزیرانو او د دې برخې متخصصینو په شتون کې جوړه شوې.
ناسته کې پر مهمو موضوعاتو لکه؛ د اوبو د سرچینو مدیریت په برخه کې د مرکزي اسیا هېوادونو پر لاسته راوړنو او فعالیتونو، شته جوړښتونو، راتلونکي پلانونو، پر اوبو د اقلیمي بدلون اغیزو، د طبیعي یخچالونو د څار پر سیستمونو، د معلوماتو راټولو پر پلاټفورمونو او د اوبو سکتور د معلوماتي سیستمونو په اړه خبرې وشوې.
د ټکنالوژۍ لېږد، د سرحدي اوبو مدیریت، د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو ګټور او تلپاتې مدیریت هم هغه موضوعات وو، چې د دې تخنیکي ناستې په اجنډا کې ورته ځای ورکړل شوی و.
په دې ناسته کې د مرکزي اسیا هېوادونو استازو خپل فعالیتونه، پلانونه او د راتلونکې لپاره ستراتېژۍ وړاندې کړې.
د ناستې په پای کې، ګډونوالو د اوبو د سرچینو پر ښه مدیریت، د اقلیم د بدلون د اغېزو پر کمولو، د ګټورو ستراتیژیو او پالیسیو پر پراختیا، د ګډو پروګرامونو پر پلي کېدو، د څارنې د سیستمونو پر پیاوړتیا، پر علمي څېړنو او د اوبو د وېش لپاره د منظمو میکانیزمونو پر جوړولو ټینګار وکړ.