ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر بلخ پوهنتون استادانو ته په خطاب کې؛ د ځوانانو د روزنې حق باید ادا کړئ

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د هېواد شمال زون ته د خپل رسمي سفر پر مهال په بلخ پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا کړې.

په یاده غونډه کې د بلخ والي، د علماوو شورا رییس، د بلخ پوهنتون رهبرۍ پلاوي، ګڼ شمېر محصلینو او استادانو شتون درلود.

د لوړو زده کړو وزیر په یاده غونډه کې استادانو ته په خطاب کې ویلي؛ دا ځوانان زموږ سره امانت دي، باید په روزنه او تدریس کې یې حق ادا کړو.

شیخ ندا محمد ندیم زیاته کړې؛ موږ مکلف یو چې ټولنې ته ژمن، متخصص، دینداره او په اسلامي اخلاقو سنبال کادرونه وړاندې کړو.

نوموړي همداراز محصلینو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسو باید د خپل مسلک او علم په ارزښت پوه شئ، د زده کړو لپاره منظم پلان ولرئ، خپلې راتلونکې ته پاملرنه ولرئ، په خپلو زده کړو کې زیار وباسئ او له غفلت څخه ډډه وکړئ.

همدارنګه د بلخ والي ملا محمد يوسف وفا یاد ولایت ته د لوړو زده کړو وزیر په ورتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي، اوسمهال په افغانستان کې نظامي جګړه پای ته رسېدلې، نو د فکري جګړې پر وړاندې باید ټول په ګډه مبارزه وکړو.

همدا راز د بلخ ولايت د علماوو شورا رییس شيخ عبدالجليل شهيد خېل ویلي؛ الله تعالی موږ ته خپلواک او سپیڅلی نظام راکړی، باید شکر یې ادا کړو

نوموړي همداراز له محصلینو غوښتنه کړې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه په ځانونو عملي کړي.