ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د دولتي ویندویانو لپاره د مسلکي روزنې پینځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې پرون (شنبه، د غبرګولي ۳مه) د دولتي ادارو د ویندویانو او د مطبوعاتي او نشراتي ټیمونو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه پینځه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

دغه ورکشاپ چې د غبرګولي تر ۷مې نېټې پورې دوام کوي، پکې د ۴۷ ادارو ۲۱۳ ویندویانو او مطبوعاتي کارکوونکو ګډون کړی چې د تدریس برخه کې د رسنیو مرکز تر څنګ د پوهنتون یو شمېر استادان هم برخه لري.

په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ د اهمیت په اړه مفصلې خبرې وکړې او د دولتي ادارو له ویندویانو او مطبوعاتي کارکوونکو یې وغوښتل چې په ورکشاپ کې فعاله ګډون وکړي.

حقاني ویلي، دغه ورکشاپ ستاسو په غوښتنه او د مشرانو په لارښوونه جوړ شوی دی او د پینځو ورځو په ترڅ کې به د اسلامي امارت مهم فرهنګي شخصیتونه د پالیسۍ او د پوهنتون استادان د نشراتي او مطبوعاتي چارو د ښه والي لپاره ګټور لېکچرونه وړاندې کړي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال حشمت الله ناصري، هم د ورکشاپ د جوړښت او محتوا په اړه معلومات ورکړل او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل، چې فعاله ونډه واخلي او د ورکشاپ له محتوا څخه په خپلو چارو کې پوره ګټه پورته کړي.

تمه کېږي چې د دې روزنیز ورکشاپ په پایله کې به ویندویان او مطبوعاتي مسوولین د اطلاع رسونې په چټکتیا، د لاسته راوړنو او فعالیتونو په ښه انعکاس، د عامه ذهنیت په مدیریت، له رسنیو سره د مسلکي اړیکو په جوړولو او پر وخت د معلوماتو په وړاندې کولو کې لا زیات مهارتونه ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پینځه ورځنی ورکشاپ به هره ورځ په دوو شفټونو کې ترسره شي، چې له غرمې مخکې ویندویان او ماسپښین مهال د دولتي ادارو نشراتي او مطبوعاتي ټیمونه پکې ګډون کوي.