د ترک دولتونو سازمان په یوه اعلامیه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د سولهییز او تلپاتې تعامل غوښتنه کړې ده.
د دې سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې د ثبات لپاره د نړیوالو بشري مرستو د دوام ملاتړ کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې له یوه سولهییز افغانستان سره تلپاتې تعامل ولري.
د یاد سازمان په اعلامیه کې ویل شوي: “د ثبات او پراختیا په برخو کې به له اسلامي امارت سره همکارۍ ته دوام ورکړو. په افغانستان کې د اقتصادي ثبات لپاره د ټاپي، افغان-ټرانس، کاسا زر او د ورېښمو لار حیاتي پروژو پلي کېدو لپاره د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ ټینګار کوو.”
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د دې هېوادونو د همکاریو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او پر بېلابېلو برخو کې د دې هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د ترک دولتونو سازمان یو سیمهییز، سیاسي او اقتصادي سازمان دی، چې په ۲۰۱۹ کې یې په رسمي توګه فعالیت پیل کړی او موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، کلتوري، تعلیمي، ترانسپورټي، امنیتي او په نورو برخو کې دهمغږۍ زیاتوالی دی.