ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۲۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۵۰۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۷ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۴۴زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۶ کورنیو سره ټولې ۸۵۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۵۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۱ تنه و، کندهار، هلمند، فر اه، هرات، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۷۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۷ کورنیو سره ټولې ۳۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۴۴۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۰۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۸۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۸۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵ کورنیو سره ټولې  ۳۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۲۹۰ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډيورنډ فرضي کرښه

د بهرامچې له لارې ۱۱ کورنی چې د غړو شمېر يې ۶۹ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نوموړی کورنۍ خپلو سيمو ته ليږدول شوي دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۷ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۳۸۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۴ تنه و، پکتیا، خوست، لغمان، ننګرهار، بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، بلخ، بدخشان، فاریاب او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۳۸۷ کورنۍ او یو زر او ۷۲۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۱۸۱ کورنۍ او ۹۵۲ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۳۴۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۳۱ عدده