ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د یو شمېر همکارو موسسو له استازو سره ګډه ناسته کړې.

په دې لیدنه کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري زمینو د برابرولو په موخه د نږدې همغږۍ او ګډ کار پر اړتیا د ټینګار سربېره د یادو هېوادوالو لپاره د کارموندنې، ظرفیت لوړونې او خدماتو د همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.

مولوي محمد زاهد احمدزي ټینګار کړی، چې اړوندې موسسې باید خپلې پروژې د اسلامي امارت له پلانونو او د ملي لومړیتوبونو سره سمې برابرې کړي، ترڅو د وظیفوي تداخل مخه ونیول شي او خدمات په ګټور او منظم ډول وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پروژې باید په اړمنو سیمو کې پلي شي، ترڅو له یوې خوا راستنېدونکي هېوادوال پر وخت اړینو خدماتو ته لاسرسی ومومي او له بلې خوا د کارموندنې زمینه ورته برابره شي.

په ناسته کې ګډونوالو د همغږۍ پر پراخولو، د معلوماتو شریکولو او د کارموندنې پروګرامونو د ګټورتوب پر زیاتولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې له اړوندو امارتي ادارو سره به په نږدې همکارۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.