د ملي دفاع وزارت د تعلیمات او پرسونل مرستیال حافظ عبدالمجید، د شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قوماندان ملا رحمتالله محمد سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس او د جګړه ایزو ګډو زده کړو د قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیبالله مدني هم ګډون درلود.
یاد پلاوي د سفر په ترڅ کې د قول اردو له پوځي ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د معسکر له منسوبینو سره یې ناسته وکړه.
حافظ عبدالمجید د دې ناستې پر مهال منسوبینو ته د نظام د ثبات او پیاوړتیا لپاره د اطاعت اهمیت یادونه وکړه او زیاته یې کړه، اطاعت د نظام په ثبات او پیاوړتیا کې اړین دی، د خپلو مشرانو او مسولينو پوره اطاعت کوئ.
نوموړي همداراز د عقیدتي او مسلکي زده کړو پر ارزښت هر اړخیزې سپارښتنې وکړې او له منسوبینو یې وغوښتل چې د خپلو پوځي، عقیدتي او مسلکي مسولیتونو پر وړاندې جدي پام وکړئ.