ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازي سنګاپور کې د CITES د ځوانانو نړیواله غونډه کې ګډون وکړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د بهرنیو اړیکو رییس لطف‌الله صاحب زاده د افغانستان په استازیتوب د CITES نړیوالې ځوانانو غونډې ته په رسمي بلنه سنګاپور هېواد ته سفر کړی.

یاده نړیواله غونډه چې د ۲۰۲۵ کال د مې له ۲۷مې تر ۳۱مې نېټې پورې دوام کوي، د وحشي ژوو نړیوالې سوداګرۍ تړون (CITES) له‌خوا تنظیم شوې او موخه یې د ځوانانو ظرفیت لوړول، د وحشي ژوو ناقانونه سوداګرۍ پر وړاندې مبارزه او د نړیوالو همکاریو پراخول دي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي؛ لطف‌الله صاحب زاده به د غونډې په ترڅ کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې اړوند فعالیتونه، تجربې او لیدلوري له نورو نړیوالو استازو سره شریک کړي.

نوموړی به همداراز د ځوانانو رول، سیمه‌ییزې اړتیاوې او د افغانستان چاپېریالي ننګونې هم مطرح کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره، چې د افغانستان د چاپېریالي سیاستونو او نړیوالو همکاریو اصلي تنظیموونکې ده، هڅه کوي چې د هېواد چاپېریالي دریځ نړیوالو ته ورسوي او د دوامدارو حل‌لارو لپاره سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ پراخې کړي.

د یادونې وړ ده، چې CITES نړیواله ځوانانو شبکه (CGYN) دا ډول نړیوال کنفرانسونه د دې لپاره جوړوي چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ځوانانو ونډه پیاوړې کړي او هغوی د راتلونکې لپاره چمتو کړي.