په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د سوداګرۍ او صنایعو خونې له عمومي رییس علي بوشرباک المنصوري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو، د ګډو سوداګریزو نندارتونونو جوړولو او د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ د ګډو ناستو د زمینې برابرولو پر موضوعاتو خبرې کړي دي.
دغهراز دواړو خواوو په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د سوداګرو د تګ او راتګ د اسانتیاوو پر اهمیت ټینګار کړی دی.