د صهیونیستي رژیم عسکرو د غزې په رفح ښار کې پر هغو فلسطینیانو برید کړی، چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه راټول شوي وو.
د غزې د رسنیو دفتر وايي، چې په دې برید کې درې فلسطینیان شهیدان، ۴۶ ټپیان او ۷ نور لا درکه دي.
اسرائیلي یرغلګرو د روان زېږدیز کال د مارچ پر دویمه غزه کلابنده کړه او هر ډول بشري مرستې یې پرې بندې کړې. دوې اونۍ وروسته یې په یو طرفه ډول د غزې اوربند مات کړ او پراخه پوځي عملیات یې پیل کړل.
غزه د پرلهپسې کلابندۍ او د خوړو، اوبو، تېلو او درملو د کمښت له امله له جدي ناورین سره مخ ده او خلک یې له سختې قحطۍ سره لاس او ګریوان دي.
که څه هم چې اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو کې محدودو بشري مرستو ته د لېږد اجازه ورکړې، خو دا په سمندر کې له څاڅکي سره ورته ګڼل شوې او بشري بنسټونو ویلي، چې په دې محدودو مرستو وضعیت د کابو وړ نه دی.
له بل لوري ملګري ملتونه وايي، چې د صهیونیستي رژیم او امریکا په ملاتړ د مرستو د وېش ادارې (جي اېچ اېف) پلان له بشري اصولو سره په ټکر کې دی او له مرستو د “وسلې” په توګه کار اخیستل کېږي.
د غزې بشري بنسټ (جي اېچ اېف) ادارې دې تړانګې ته د محدودو بشري مرستو له لېږد وروسته فعالیت پیل کړی دی.
د دې ادارې د مېکانېزم له مخې فلسطینیانو ته په څلورو وېش ځایونو کې له بایومټریک، د څېرو له پېژندلو او پلټنو وروسته مرستې ورکول کېږي.
ملګرو ملتونو او نورو ادارو له (جي اېچ اېف) سره مخالفت کړی او ټینګار یې کړی، له هغه پروګرام سره به همکاري ونه کړي، چې اساسي بشري اصولو ته پام نه کوي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوچاریک ویلي، چې د (جي اېچ اېف) له لوري د جوړو شویو مرسته ځایونو انځورونه او ویډیوګانې زړه ماتوونکې دي.
دوی خبرداری ورکړی، چې دا سیسټم به ټپیان، معلولین، ډېر عمر لرونکي او هغه کسان چې مرکزونو ته د تګ توان نه لري له مرستو محروم کړي. دغهراز مرستې به په سیاسي او پوځي موخو پورې وتړل شي او خلک به د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي.