د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د بېلا بېلو سیمو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه وکړه.
په لیدنه کې د ننګرهار قومي مشرانو د د اسلامي امرات د مشرانو د هڅو د ستاینې تر څنګ د ښاغلي وزیر له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې پر وخت یې ستونزو ته رسیدنه شوې.
یادو قومي مشرانو او علماوو، له پاکستان څخه ننګرهار ته د راستنو شوو هېوادوالو د ستونزو شریکولو پر مهال وویل، چې د کابل د تېرې ادارې پر مهاله په یاد ولایت کې کډوالو ته ځانګړي شوي ښار ګوټي ځينې نیمګړتیاوې لري او همدارنګه په تېرو دوو لسیزو کې، راستانه شوي کډوال لاهم د پيژند پاڼو او نورو اړینو اسنادو په اخيستلو کې له ستونزو سره مخ دي.
همدارنکه دوی د کډوالو غوښتنو ته د رسیدنې په موخه د وړانديزونو شریکولو سربـــېره، د اسلامي امارت له لوري په سرحدي سیمو کې د روغتونونو، بندونو جوړولو او په ننګرهار کې د اسلامي نړیوال پوهنتون او زر بیستریز روغتون د چارو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالکبیر علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست وویل، چې د امارتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي او له تبعیض پرته د ولس غوښتنو ته رسیدنه کېږي.
نوموړي د کډوالو په برخه کې د اسلامي امارت د ادارو مسوولیتونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د کډوالو او راستنو شویو غوښتنو ته به رسیدنه وشي او له اړوندو اداره سره به شریکې شي.
د ناستې په پای کې یو ځل بیا، مولوي عبدالکبیر قومي مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړ، چې شویو وړاندېزونو ته به یې رسیدنه وشي او اړینه همکاري به ورسره وکړي.